په پکتیا کې د محلي ځغاستې سیالۍ ترسره شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په میرزکې ولسوالۍ کې ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د محلي ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ چې په ۱،۵ کیلو متره سیمه کې ترسره شوې، موخه یې ملي او دودیزو لوبو د وده ورکول وو.
دغه سیالۍ د دوو کټګوریو نویو ځوانانو او ځوانانو له لوري ترسره شوې، چې په پایله کې پسرلي، رحمان الله او سمیرګل د ځوانانو او امان، نورګل او شفیق د نویو ځوانانو په کټګوریو کې لومړي، دویم او درېیم مقامونه ترلاسه کړل.
