د تکواندو دوو افغان روزونکو په کوریا کې د دې برخې په یو میاشتني روزنیز کورس کې ګډون وکړ
د تکواندو دوو افغان روزونکو سید ظریف هاشمي او محمد نور امیري په سویلي کوریا کې د تکواندو په یوه میاشتني کورس کې ګډون وکړ.
دغه کورس د سویلي کوریا د سپورت او کلتور وزارت له لوري تنظیم شوی و، چې د نړۍ د تکواندو د مخکښانو له لوري پر مخ وړل کیږي.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د تکواندو اړوند پومسې برخې دوه روزونکي د تکواندو نړیوال مرکز " "Kukkiwo ته بلل شوي دي.
