میدان ودرګ پوهنتون؛ د پوهنځیو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۹ - ۹:۳۱
میدان ودرګ پوهنتون؛ د پوهنځیو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت له لوري په وردګ پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو د محصلینو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې یوه اوونۍ وړاندې پیل شوې وې د کمپیوټر ساینس پوهنځي په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دې سیالیو په پایلوبه کې کمپیوټر سیاینس لوبډلې د بچې په ګټلو سره لومړی توپوهنه وکړه او سیالې لوبډلې ته په ټاکلو ۱۰ اوورنو کې ۹۸ منډې هدف کېښود؛ خو د کرنې پوهنځي لوبډلې یاد هدف پوره نه کړ او لوبه يې خپلې سیالې کمپيوټر سیاینس لوبډلې ته وبایلله.

یاده دې وي، چې د سپورټ کمېټې له لوري د یادو سیالیو غوره لوبډلو او ورزشکارانو ته کپونه او مډالونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۵
Background image

زابل، شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پاک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۲
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزیزي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۳۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B گروپ سيالۍ چې دوې مياشتې مخکې پيل. . .

BACK TO NEWS