په بادغېس کې د سلګونو پهلوانانو ترمنځ د رستمي غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۹:۳۸
په بادغېس کې د سلګونو پهلوانانو ترمنځ د رستمي غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې

د بادغیس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د همدې ولايت په مرکز قلعه نو ورزشي لوبغالي کې له ۲۰۰ زياتو پهلوانانو ترمنځ د رستمي غېږ نيونې، رسۍ کشولو او تېږې اچونې سيالۍ ترسره شوې.

په همدې موخه په جوړو شويو مراسمو کې د مرکزي ادارې اړوند د ملي او دوديزو لوبو د امريت پلاوي، د نوموړي ولايت ورزشي مسوولينو او کارکوونکو، ورزشکارانو او د ورزش سلګونو مينوالو ګډون کړی و.

د يادو سياليو په اوږدو کې د رستمي غېږنيونې، رسۍ کشولو او تېږې اچونې سيالۍ ترسره شوې او ګټونکو ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

دا سيالۍ په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د ورزش مرکزي ادارې د ملي او دوديزو لوبو امريت پلاوی ياد ولايت ته د ملي او دويزو لوبو د ظرفيت لوړونې په‌ موخه تللی او په ياده برخه کې يې د ملي او دوديزو لوبو سمينار او ورکشاپ وړاندې کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۸
Background image

کابل کې د ورزش ادارې د رهبري او ورزشي خبریالانو ترمنځ د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري په پلازمېنه کابل کې د رسنیو له استازو او ورزشي خبریالانو سره د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۴
Background image

کابل کې به له ورزشي خبریالانو سره د همغږي ناسته په څو شېبو کې پیل شي.

کابل کې به له ورزشي خبریالانو سره د همغږي ناسته په څو شېبو کې پیل شي.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۲
Background image

جوزجان کې د فټنس او د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فټنس او د بدن ښکلا فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس او د بدن ښکلا اتم پړاو. . .

BACK TO NEWS