دایکندي؛ میرامور ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزش‌کارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۲۱:۴۲
دایکندي؛ میرامور ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزش‌کارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د دايکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت د دودیزو او ملي لوبو د مدیریت او د اتلتیک فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په میرامور ولسوالۍ کې د ۷۰ تنو ورزش‌کارانو ترمنځ د اتلتیک ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

یادې سیالۍ په درې عمري کټګوریو؛ نويو ځوانانو، ځوانانو او ډېر عمر لرونکو لوبغاړو ترمنځ په ۸۰۰ متري واټن کې ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د یادو سیاليو په پایله کې د نویو ځوانانو له ډلې مهدي لومړی، ضیأ دویم او حسین درېیم مقام د ځوانانو له ډلې علي لومړی، حسین دویم او ابراهیم درېیم مقام او همداراز د ډېر عمر لرونکو کسانو له ډلې څخه بیا عصمت لومړی، علي داد دویم او رحمت درېیم مقام خپل کړ.

د دغو سیالیو موخه يه یاده سیمه کې د ځغاستې دودیزې لوبې وده، د غوره لوبغاړو پېژندنه او د ځغاستې له قوانینو او اصولو سره بلدتیا ښودل شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۸
Background image

کابل کې د ورزش ادارې د رهبري او ورزشي خبریالانو ترمنځ د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري په پلازمېنه کابل کې د رسنیو له استازو او ورزشي خبریالانو سره د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۴
Background image

کابل کې به له ورزشي خبریالانو سره د همغږي ناسته په څو شېبو کې پیل شي.

کابل کې به له ورزشي خبریالانو سره د همغږي ناسته په څو شېبو کې پیل شي.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۲
Background image

جوزجان کې د فټنس او د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فټنس او د بدن ښکلا فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس او د بدن ښکلا اتم پړاو. . .

BACK TO NEWS