پکتيکا؛ په ۲۰۳ منصوري قول اردو کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۱:۴۸
پکتيکا؛ په ۲۰۳ منصوري قول اردو کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت او د ۲۰۳ منصوري پلې لېوا تعليم او تربيې امريت په گډه همکارۍ د منصوري قول اردو په دويمې لېوا ميدان کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د څلورم کنډک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د څلورم او پنځم کنډکونو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، څلورم کنډک لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۴۸ منډو هدف کېښود، پنځم کنډک لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۳۰ منډو په توپیر یې ماته ومنله.

د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا يوه مياشت دوام وکړ او په پای کې د دويمې لېوا مسؤلینو له لوري غوره لوبغاړو ته مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۵
Background image

د پکتیکا په مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې A. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۹
Background image

بامیان مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بسکټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۸
Background image

هلمند کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د لښکرگاه ښار په لوی کارېز سيمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خپلواک لوبډلې. . .

BACK TO NEWS