بلخ؛ په نهر شاهي ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه د واليبال سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، د هېواد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې هېواد لوبډلې خپلې سيالې کود برق لوبډلې ته د ۳ پر ۰ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.
