هلمند؛ د مرکز لښکرګاه د ۲۰۲۴ الف لیګ سیالیو اتلولي نوي عمري فوټبال لوبډلې خپله کړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۱:۰
هلمند؛ د مرکز لښکرګاه د ۲۰۲۴ الف لیګ سیالیو اتلولي نوي عمري فوټبال لوبډلې خپله کړه

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لښکرګاه کې د ۸ الف فوټبال لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۴ کال الف لیګ سیاليو اتلولي نوي عمري فوټبال لوبډلې خپله کړه.

دغه سيالۍ چې يوه نيمه مياشت وړاندې پيل شوې، په پايلوبه کې نوي عمري لوبډلې خپلې سیالې آزاد لوبډلې ته د ۲-۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د دغو سياليو په پايله کې نوي عمري لوبډلې د ۱۶ امتيازونو په ترلاسه کولو سره د لومړي مقام ګټلو ترڅنګ د ۲۰۲۵ کال غوره ليګ سياليو ته هم لار ومونده.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۸
Background image

میدان وردګ؛ د ا.ا.ا پنځمي کالیزي په وياړ د اتو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو ملي فدراسیون له لوري د ا.ا.ا پنځمي کالیزي په وياړ د اتو ولايتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۵
Background image

پکتیا کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار ورزشي سټډیوم کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې.

. . .
جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۳
Background image

خوست؛ په مرکز متون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ او د خوست ولايت د محبس د مسؤولینو په همغږۍ د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې. . .

BACK TO NEWS