پنجشېر؛ د "اخوت جام" په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۱ - ۹:۱۲
پنجشېر؛ د "اخوت جام" په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د پنجشېر ولایت په کوربتوب د "اخوت جام" په نوم د ٨ولايتونو ترمنځ د فوټبال سيالۍ رسما پیل شوې.

د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالودود حقاني، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاينده اختري، د فوټبال فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر، رئیسانو، مشاورینو، د مشورتي بورډ غړو، د يو شمېر فدراسيونونو رئيسانو، د پنجشېر ولايت حکومتي چارواکو، د ورزش ولايتي مسوولینو، ورزشکارانو او د فوټبال مينوالو شتون درلود.

د دغو سياليو په پيل کې د فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر خبرې وکړې نوموړي وويل: ورزش او ورزشکار د ملت د ارادې تمثيلونکي دي، چې ملي او بين المللي ميدانونو کې د هېواد اراده تمثيلوي.

ښاغلي کارګر زياته کړه دا د وياړ ځاى دى، چې له دوه ويشت کلونو وروسته په لومړي ځل د ليرې پرتو ولايتونو ورزشکاران په پنجشېر کې د فوټبال لوبه کوي.

نوموړي فوټبال او په ټوله کې ورزش د ورورۍ ښوونکى وباله په خبره يې ورزش سياست نه دى او دوى به ورزش سياسي نه کړي.

ورپسې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالودود حقاني خبرې وکړې نوموړي وويل: خوښ يم چې نن د پنجشېر د ولس په نوښت د اخوت جام د فوټبال سيالۍ ترسره کيږي.

ښاغلي حقاني ورزش او ورزشکاران له سياست څخه ليرې وبلل په خبره يې؛ ورزش د ولسونو، ولايتونو، ولسواليو، کليو او ان د نړۍ ترمنځ د ارتباط پُل دى.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل؛ دا د وياړ ځاى دى چې د ليرې پرتو ولايتونو ورزشکاران له دوو لسيزو وروسته پنجشېر ته راځي او دلته د فوټبال لوبې کوي، چې دا د هغو خلکو او کړيو پر مخ درنه څپېړه ده، چې د

پنجشېر ولایت نړۍ ته ناامنه ښيي.

ښاغلي حقاني د پنجشېر خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د ورزش اداره به په دې ولايت کې د ټولو ورزشي رشتو د لوبو زمينه برابروي او دلته به ورزش ته وده ورکوي.

د يادو سياليو پر مهال د ورزشکار جاويد افغان له لوري جالب ورزشي نمايشونه هم ترسره شول.

د فوټبال د دغو سياليو د پيل په لوبه کې اتحاد پنجشېر او صرافان هرات لوبډلې سره مخ شوې، چې صرافان هرات لوبډلې د ٢-٠ ګولونو په توپیر د اتحاد پنجشېر لوبډلې ته ماتې ورکړه.

همداراز په دويمه لوبه کې بيا د متحد افغان کابل او بريال خوست لوبډلې سره ولوبېدلې، چې د دې دواړو لوبډلو لوبه ٣-٢ بريال خوست لوبډلې وګټله.

دغه سيالۍ چې اته ورځې به دوام وکړي پکې د متحد افغان کابل، صرافان هرات، جوانان اميد غزنه، خانزاده کندهار، اتحاد پنجشېر، اتحاد پروان، بريال خوست او اتفاق بلخ لوبډلې ګډون لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۴۸
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د بایسکل ځغلونې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې.

دا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

آغاز لیگ برتر فوتبال با اشتراک ۱۰ تیم در کندز

رقابت های لیگ برتر فوتبال کندز با اشتراک ۱۰ تیم از سوی نمایندگی فدراسیون ملی این رشته در همکاری با ریاست تربیت بدنی و ورزش این ولایت، در مرکز شهر این ولایت آغاز شد.

در نخستین دیدار این. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۵
Background image

دایکندی؛ رقابت های پرتاب سنگ با اشتراک ۲۴ تن در ولسوالی پاتو برگزار شد

رقابت های پرتاب سنگ با اشتراک ۲۴ تن از سوی مدیریت بازی های ملی و محلی در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت دایکندی، در منطقه م.لای.ان قخور ولسوالی پاتو برگزار شد.

سرانجام از میان. . .

BACK TO NEWS