زابل کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک سيالۍ وشوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د جمناسټیک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د صديق الله همدرد او سيد امين کلبونو ترمنځ وشوې، چې په پايله کې د صديق الله همدرد کلب ورزشکارانو د زياتو برياوو په خپلولو سره لومړی مقام خپل کړ.
