پکتیا کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو سیالۍ وشوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز گردېز ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو "اوسپورت سبک" دوستانه سیالۍ وشوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۳۰ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
