ننګرهار؛ په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمڼځ د ټېپ بال سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۰:۸
ننګرهار؛ په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمڼځ د ټېپ بال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د ورزش ریاست له لوري د ځوانانو د یووالي او له نظام څخه د ملاتړ په موخه په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټېپ بال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل لوبه د سوپرسټار او سپین غر لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د لوبې پچه د سپین غر لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لس اورونو کې یې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره ۷۶منډې وکړې.

په مقابل کې د سوپرسټار لوبډلې ورکړل شوی هدف د څلور لوبغاړو په زیان سره د لوبې په شپږم اور کې پوره کړ او لوبه یې وګټله.

یادې سیالۍ به ۲۵ ورځې دوام وکړي چې دویمه لوبه به یې د رحمن الله وزیر او سوپر سټار ب لوبډلو ترمنځ ترسره شې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۵
Background image

زابل، شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پاک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۲
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزیزي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۳۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B گروپ سيالۍ چې دوې مياشتې مخکې پيل. . .

BACK TO NEWS