هرات کې د ۴ ريشتو ورزشي جشنواره پای ته ورسېده

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲۵
هرات کې د ۴ ريشتو ورزشي جشنواره پای ته ورسېده

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري ياد ولايت کې د ۴ ورزشي ريشتو سيمه ييزې غېږنيونې، جمناستيک، موټر ځغلونې او د هوايي ورزشونو درېيمه ورزشي جشنواره پای ته ورسېده، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.

په دغې ورزشي جشنواره کې له مرکز او ولسواليو څخه د غېږنيونې سیمه ییزو سياليو ۲۰۰ ورزشکارانو په بېلابېلو وزنونو کې دوستانه سيالۍ وکړې.

همدارنګه د جمناستيک، موټر ځغلونې او د هوايي ورزشونو نندارې هم د مينوالو په شتون کې ترسره شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۲:۵۹
Background image

ميدان وردگ؛ سيدآباد ولسوالۍ کې د واليبال اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سيدآباد ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالۍ چې ۵ ورځې مخکې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۳۷
Background image

بلخ؛ کشنده ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کشنده ولسوالۍ کې د اختريز جام په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۳۵
Background image

ویکتور بریزوف په نړیوال ورزشي فورم کې د ګډون له امله د هیواد د ورزش ادارې له رهبري څخه مننه وکړه

د روسیې د المپیک کمېټې سکرتر جنرال "ویکتور بریزوف" د نوموړي هیواد په کوربتوب په جوړ شوي ورزشي فورم کې د ګډون له امله د هیواد د ورزش ادارې له عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق څخه ځانګړې. . .

BACK TO NEWS