کونړ؛ سرکاڼو ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۹:۴
کونړ؛ سرکاڼو ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ننګرهار ستوري لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې ننګرهار ستوري لوبډلې له خپل ١٥٨ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ٣٢ منډو په توپیر یې خپلې سیالې چینګۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۳:۵۴
Background image

بغلان؛ د بغلان او سمنگان ولايتونو پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ ترسره شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د بغلان او سمنګان ولایتونو ۴۶ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۳:۵۱
Background image

نورستان؛ کانتيوا ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کانتيوا ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۳:۴۹
Background image

بلخ؛ چهار بولک ولسوالۍ د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهار بولک ولسوالۍ کې د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې، چې يوه شپه يې دوام. . .

BACK TO NEWS