LatestShow all
غور؛ چهار سده ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د رسې کشولو سیالۍ وشوې
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په چهار سده ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د رسې کشولو سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې. . .
ننګرهار؛ په مرکز جلال اباد ختیځ خراسان لېسه کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست او ختيځ خراسان خصوصي لېسې په ګډه همغږۍ د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د نهم الف او لسم الف لوبډلو ترمنځ. . .
د تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ ایکس/ ټويټر پاڼه وڅارئ!
د تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ ایکس/ ټويټر پاڼه وڅارئ!![]()
ایران؛ د ایران د ملي ورزشي اتلانو سازمان د افغانستان د ورزش ادارې استازی ستایلی
د ایران د ملي ورزشي اتلانو سازمان وړمه ورځ د خپلو ورزشي ملي اتلانو د ستاینغونډې پر مهال په ایران کې د مېشت افغان مهاجرو ورزشکارانو لپاره د افغانستان د ورزش ادارې نمائینده موسی خدادادي. . .
افغان واليبال ملي لوبډله د مرکزي اسيا واليبال سياليو کې له دويم مقام ګټلو وروسته هېواد ته راستنه شوه
د افغانستان واليبال ملي لوبډله د مرکزي اسيا واليبال سياليو کې د دويم مقام ګټلو وروسته نن هېواد ته راستنه شوه، چې د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ، ورزشي مسوولينو، د واليبال ملي فدراسيون. . .
د جودو افغان ورزشکار په اسيايي سياليو کې د سپينو زرو مډال ګټونکی شو
د نويو ځوانانو درېيم پړاو اسيايي سياليو کې د جودو افغان ورزشکار عبدالبشیر قديري په ۶۶ کيلو ګرامه وزن کې د قرغزستان، متحده عربي اماراتو او چين سيالانو ته ماته ورکړه او د سپينو زرو مډال. . .
کونړ؛ ناړۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې
د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ناړۍ ولسوالۍ په ساوو جمال آباد سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.
د. . .
بدخشان؛ کشم ولسوالۍ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د بدخشان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کشم ولسوالۍ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په. . .
