LatestShow all
په پکتيا کې د W .T. F تکواندو مربیانو ته د لوبڅارۍ سمینار ورکړل شو
د پکتيا ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست تر چتر لاندې په څمکنیو ولسوالۍ کې د W .T. F تکواندو فدراسیون ۲۰ مربیانو ته له کابل څخه د ورغلي هيئت له لوري د لوبڅارۍ سمینار ورکړل شو.
په یاد. . .
غزني؛ د ٢٢ کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د کونګفو سيالۍ ترسره شوې
د غزني ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت په همغږۍ د کونګفو فدراسیون له لوري د ٢٢ کلبونو د کوچنيانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو سني کټګوريو ١٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د کونګفو سيالۍ ترسره. . .
په پلازمېنه کابل د اس ځغلونې شپږم پړاو ملي سیالۍ پیل شوې
د بدني روزنې او سپورت ریاست او د اس ځغلونې ملي فدراسیون له لوري د اس ځغلونې شپږم پړاو ملي سیالۍ نن جمعه پیل شوې.
دغه سیالۍ چې د پلازمینې کابل په حضوري چمن میدان کې ترسره کیږي، له لسو. . .
د هیواد د فوټبال ملي لوبډلې لومړنۍ تمریناتي غونډه ترسره شوه
د ریاض په یوه کمپ کې د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې لومړنۍ تمریناتي غونډه ترسره شوه.
په دغه روزنیز کمپ کې د عبدالله المطیري له لوري له رابلل شويو لوبغاړو سره تمرینات ترسره شول، ترڅو د. . .
په کابل کې د بډمنټون ملي ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې
په کابل کې د بډمنټون ملي ټاکنیزې سیالۍ، چې له ۱۲ ولایتونو څخه پکې ۱۵۰ لوبغاړو ګډن کړی و له شپږو ورځو وروسته پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي. . .
د ا.ا.ا له راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره د ورزش د رهبري په شتون کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په تمريناتي کمپ کې د ګډون او مرکزي آسيا سياليو ته د چمتووالي په موخه سعودي عربستان ته روانه شوه
د ا.ا.ا تر راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره د افغانستان د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست د رئيس الحاج مولوي عبدالودود حقاني او د بدني روزنې او فوټبال فدراسيون د مرستيال حافظ احمد جان. . .
د ورزش د تاریخ تر ټولو ډېر عمر لرونکی ورزشکار: تر ۶۰ کلنۍ ورزش کوم
۵۶ کلن کازویوشي ميورا بریدګر جاپاني لوبغاړي اعلان کړی، چې غواړي تر ۶۰ کلنۍ پورې ورزش وکړي.
میورا تېره میاشت د اولیوایرنسه لوبډلې په ترکیب کې له ګډون وروسته د نړۍ تر ټولو ډېر عمر لرونکی. . .
د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې لوبډلمشر محسن رضایي خپل هانګ کانګي سیال ته ماتې ورکړه
د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې لوبډلمشر محسن رضايي د تکواندو د نړیوال جام په سیالیو کې چې دا مهال د اذربایجان په پلازمینه باکو کې ترسره کېږي، په خپله لومړۍ سیالۍ کې هانګ کانګي سیال. . .
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د لبنان پر وړاندې خپله درېيمه تدارکاتي لوبه مساوي پای ته ورسوله
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې خپله درېيمه او وروستۍ تدارکاتي لوبه تېره شپه د لبنان پر وړاندې ترسره کړه، چې ياده لوبه د دوو- دوو ګولونو په ترسره کولو سره مساوي پای ته ورسېده.
په دې. . .
