ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۴:۲۹
ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سره رود ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د سلطان پور لوبډلې په بريا پيل شوې.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د سلطان پور او مختار خېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د سلطان پور لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې د اوه لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۲۱۰ منډو هدف وټاکه. په ځواب د مختار خېلو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې ۱۵۶ منډې جوړې کړې او د ۵۴ منډو په توپير يې لوبه وبایلله.

دا سيالۍ تعليم ته د هڅونې په موخه پيل شوې، چې يوه نيمه مياشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۴:۵۰
Background image

لغمان؛ علینګار ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په علینګار ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ولسوالۍ مرکز. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۴:۴۹
Background image

ارزګان؛ مرکز ترينکوټ ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز ترينکوټ ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د پنجاب کینګ لوبډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۴:۴۷
Background image

کابل کې د کلاسيک پاورليفټينګ اتم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پاورليفټينګ او مردان اهنين ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار له اته کلبونو څخه د ۸۵ ورزشکارانو ترمنځ د کلاسيک پاورليفټينګ ټاکنيزې سيالۍ پيل. . .

BACK TO NEWS