کابل کې د ۲۲۵ سوک‌وهونکو ترمنځ د سوک‌وهنې سيالۍ روانې دي

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۴
کابل کې د ۲۲۵ سوک‌وهونکو ترمنځ د سوک‌وهنې سيالۍ روانې دي

د کابل ولايت، د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د سوک‌وهنې ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار د ۲۸ کلبونو څخه د ۲۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د استاد عبدالغفور«رغبت» جام تر سرليک لاندې د سوک‌وهنې ۳۴م پړاو سيالۍ د ياد فدراسيون په جمنازيوم کې روانې دي، چې درې ورځې به دوام وکړي.

په دې سياليو کې ورزشکاران، په دوو عمري کټګوريو، ځوانانو او لويانو او په ۱۳ وزني کټګوريو کې د يو بل پر وړاندې سيالي ترسره کوي، تر څو بريا خپله کړې.

دغه سيالۍ د سوک‌وهونکو د تجربې لوړاوي او د سوک‌وهنې ورزش ته د ودې په موخه پيل شوې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۱:۲۸
Background image

د باسکټبال کابل جام سيالۍ د سرې مياشتې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د باسکټبال ملي فدراسیون له لوري د پينځو لوبډلو ترمنځ د کابل جام سيالۍ، چې د کابل د تعليم او تربيې پوهنتون په جمنازيوم کې پيل شوې وې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۹:۷
Background image

کابل کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټينګ لسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پاورلفټينګ ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د هېواد له ديارلسو ولايتونو څخه د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ پرته له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۹:۲
Background image

کندز کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د فوټسال جمنازیوم جوړ او پرانیستل شو

د کندز ولایت مرکز اړوند امام بخاري ښارګوټي کې د افغان پانګه وال غلام نبي عیدي دادي له لوري د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د فوټسال جمنازیوم جوړ او د لوبو لپاره چمتو شو.

دا. . .

BACK TO NEWS