غور کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ۱۸ کلنو د فوټسال سیالۍ د شاروالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۹:۴۷
غور کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ۱۸ کلنو د فوټسال سیالۍ د شاروالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په مرکز فیروز کوه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ۱۸ کلنو د فوټسال سیالۍ د شاروالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغو سیالیو پایلوبه کې د شاروالۍ لوبډلې خپلې سیالې خراسان لوبډلې ته د ۵/۴ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

دغو سیالیو کې معروف محمدي زیاتو ګولونو وهونکی، ګلاب الدین غوره دفاع کوونکی او ابراهیم امیري غوره ګول ساتونکی وپېژندل شو.

د یادو سیالیو موخه غور ولایت کې د فوټسال ورزش ته وده ورکول و.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او غوره لوبغاړو ته چمتو شوي مډالونه او جایزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۱:۵
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې له بېلابېلو کلبونو ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک سيالۍ وشوې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۱:۴
Background image

پکتیا؛ احمد خېلو ولسوالۍ کې د ۸۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په احمد خېلو ولسوالۍ کې د ۸۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ چې شاوخوا ۲ مياشتې مخکې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS