LatestShow all
د هېواد د څلور ولایتونو د ورزشي ادارو له لوري د هرات زلزله ځپلیو ته د قرانکریم ختم ترسره او د مرستو راټولو کمپاین پیل شو
په سرپل، هلمند، غور او سمنګان ولایتونو کې تېره ورځ د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ زلزله ځپليو سره د غمشریکۍ او خواخوږۍ په موخه د قرانکریم ختم وشو او د مرستو راټولو کمپاین پیل شو.
په دغو. . .
ننګرهار ؛ د هرات ولایت د زلزله ځپليو د لاسنیوي په موخه د والیبال سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د ورزش ریاست په مرسته د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د هرات ولایت زلزله ځپليو د لاسنیوي او مرستو راټولو په موخه د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د دغو. . .
افغانستان د مکائو فوټسال لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره اسیا ملتونو جام ته لار پیدا کړه
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مکائو لوبډلې ته ۱۸/۲ ګولو توپیر په ماتې ورکولو سره د افغانستان د فوټسال په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د اسیا ملتونو جام سیالیو ته لار پیدا کړه.
د. . .
د تکواندو دوو افغان روزونکو په کوریا کې د دې برخې په یو میاشتني روزنیز کورس کې ګډون وکړ
د تکواندو دوو افغان روزونکو سید ظریف هاشمي او محمد نور امیري په سویلي کوریا کې د تکواندو په یوه میاشتني کورس کې ګډون وکړ.
دغه کورس د سویلي کوریا د سپورت او کلتور وزارت له لوري تنظیم. . .
کندز ورزش ریاست؛ د هرات د غمیزې په پار د مرستې راټولولو کمپاین پیل کړ
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت د بېلابېلو فدراسیونونو له مسولینو سره په ګډه د هرات د وروستۍ غمیزې لپاره د مرستو راټولو کمپاین پیل کړ.
په دغه ناسته کې د. . .
کندهار؛ په سپین بولدک ولسوالۍ کې ورزشي نندارې ترسره شوې
د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ۲۸ ورزشکارانو له لوري د پارکور او بېلابېلې ورزشي نندارې ترسره شوې.
دغه ورزشي نندارې چې موخه یې ورزش ته د ځوانانو هڅول وو، د یوې ورځې لپاره. . .
ننګرهار ورزش ریاست؛ د هرات د غمیزې په پار د مرستې راټولولو کمپاین پیل کړ
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت د بېلابېلو فدراسیونونو له مسولینو سره په ګډه د هرات د وروستۍ غمیزې لپاره د مرستو راټولو کمپاین پیل کړ.
په دغه ناسته کې د. . .
د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې بنګلادیش ته ماتې ورکړه
د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا اتلولي سیالیو په خپله دویمه لوبه کې بنګلادیش ته ۳/۰ ماتې ورکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ یې ازبکستان ته ماتې ورکړه.
افغان لوبډله. . .
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د هرات د غمیزې په تړاو ختم ترسره او د مرستې راټولولو کمپاین پیل کړ
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست له لوري په هرات ولایت کې د وروستۍ غمیزې د قربانیانو او شهیدانو لپاره د قران عظیم شان ختم ترسره او د مرستې راټولولو کمپاین پیل شو، چې څو ورځې به. . .