LatestShow all
ميدان وردګ، چک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د غشو ويشتلو تمریناتي سیالۍ پیل شوې
د ميدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د غشو ويشتلو ژمنۍ تمريناتي سیالۍ پيل شوې.
دغه سیالۍ په روزمره ډول د دوه لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې په لومړۍ لوبه کې د مېرویس. . .
لغمان؛ الينګار ولسوالي کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ پيل شوې
د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یاد ولایت الینګار ولسوالۍ د والیبال په مرکزي لوبغالي کې د سخري. . .
ننګرهار؛ لعلپورې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونه د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د یاد ولایت لعلپورې ولسوالۍ اړوند شارجه لوبغالي کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د. . .
ننګرهار؛ سپين غر ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د شينوارو ولسواليو ورزشي مديريت له لوري د سپين غر ولسوالۍ سرحدي لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.
د یادو. . .
خوست: مرکز کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کریکټ ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.
د خوست ولایت د ورزش او سپورټ امریت له لوري د یاد ولایت په مرکز د لکڼو سېمه کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کریکټ ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ چې یوه میاشت به دوام وکړي، لومړۍ لوبه. . .
بامیان؛ یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ د شاه قلندر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د بامیانو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ژمي جام په نوم سیالۍ د یاد ولایت په یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ کې د شاه. . .
هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د امیربلند اغا د فوټبال ناک اوټ سیالۍ د اریانا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ناک اوټ سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې پیل شوې وې د اریانا لوبډلې په اتلولۍ. . .
کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د فوټسال ورزشي لوبغالي د پرانیستې په موخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې.
په دغو. . .
پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د یووالي په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د یووالي په نوم د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو. . .
